تخار کې د طالبانو یو رنجر ډوله موټر موخه ګرځول؛ شپږ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

لخوا Aamaj News

تخار کې سیمه‌ییزې سرچینې آماج ته وایي چې د مقاومت جبهې ځواکونو د تالقان ښار په ختایان سیمه کې د طالبانو یو رنجر ډول موټر موخه ګرځولی.

سرچینې زیاتوي چې یاد برید کې درې طالبان وژل شوي او درې تنه نور یې ټپیان شوي.

د سرچینې په وینا؛ دا پېښه تېره شپه (پنجشنبه د چنګاښ ۳۰مه) هغه مهال شوې چې د طالبانو د ګزمې یو رنجر ډوله موټر د تالقان ښار ختایان سیمه کې پر ګزمه بوخت وو.

طالبان په دې اړه څه نه وایي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ