د طالب جنګیالیو د خپلمنځي نیوکو په دوام، د طالبانو مشر، ملا هبت الله د یو نوي فرمان په ترڅ کې ویلی چې بېځایه تورونه او له واقعیته لیري نیوکي، شرعا جواز نه لري او له دوښمن سره همکاري ده.
د طالبانو مشر د قرآن کریم څو آیتونو او د اسلام ستر پیغمبر حدیثونو ته په اشارې ویلی چې د دیني عالمانو او حکومتي کارکوونکو توهین کول څه په اشارې، وینا او یا کوم بل څه مناسب نه دی.
نوموړي همدارنګه زیاته کړې چې عسکر ته ښکنځل کوونکي ته سزا ټاکل شوې او د کمیس څيري کوونکي څخه تاوان اخیستل کیږي. خو هبت الله د دې سزا د څرنګوالي په اړه څه نه دی ویلی.
نوموړی یوځل بیا پر عمومي بښني په ټینګار سره ویلی: ”یاد اسلامي ارشادات د ټولو وطنوالو، مجاهدینو او خبري رسنیو شرعي مسولیت دی چې پرې عمل وکړي.“