طالبانو د بشر حقونو د نقض او ناقانونه وژنو په اړه افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستیال هیئت دفتر (یوناما) راپور دروغ وګڼلو.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي؛ چې افغانستان کې هېڅ ډول ناقانونه قتلونو او خپل سرو نیولو ته اجازه نه ورکول کېږي.
نوموړي زیاته کړې: «که چېرې کوم کس په قتل یا خپل سرو نیول لاس پورې کړ، خپله مجرم ګڼل کېږي او له شرعي چلند سره به مخ کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستیال هیئت دفتر نن (چهارشنبه د چنګاښ ۲۹مه) د طالبانو له واک ته رسېدو را په دېخوا د بشر حقونو د نقض په اړه خپله نوي راپور کې ویلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ناقانونه قتلونه، ظالمانه، غیرانساني او سپکوونکې سزاورکونې ترسره شوې دي.
د یاد راپور پر بنسټ د ۲۰۲۱ د اګېسټ له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۲ د جون تر ۱۵ مې افغانستان کې ۷۰۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴۰۶ نور ملکي وګړي ټپیان شوي.
د یوناما د راپور پر بنسټ، طالبانو په دې موده کې د افغانستان پخواني حکومت پوځيانو په وړاندې په ۱۶۰ قتلون، ۱۷۸ خپل سرو نیولو، ۲۳ ناقانونه نیولو او ۵۶ وهلو ډبولو او بد چلند لاس پورې کړی دی.