سرچینې آماج ته وایي چې د طالبانو د پوځ مشر قاري فصیحالدین فطرت د بغلان خوست ولسوالۍ کې له لاسته راوړنې پرته د تخار فرخار ولسوالۍ ته تللی.
سرچینې زیاتوي؛ چې د طالبانو د پوځ مشر هڅه کړي د تخار ورسج ولسوالۍ له لارې چې له پنجشېر او د بغلان له خوست ولسوالۍ سره پوله لري، خوست ولسوالۍ ته ځواکونه ولېږي.
د سرچینې په خبره؛ قاري فصیحالدین د طالبانو کورنیو چارو وزارت د تامیناتي مرستیال مولوی محسن هاشمي په ملمستیا کې د ګډون په موخه د تخار فرخار ولسوالۍ ته تللی.
د سرچینې په وینا؛ مولوي محسن هاشمي چې فرخار ولسوالۍ کې زېږېدلی، د یادې ولسوالۍ خلک هڅوي تر څو لوڼې یې له طالبانو سره واده کړلو ته راضي کړي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې له یوې اونۍ راپه دېخوا د بغلان په خوست او اندرابونو کې د طالبانو او مقاومت جبهې ځواکونو تر منځ سختې نښتې روانې دي.
بل پلو مقاومت جبهې ویلي؛ چې اندرابونو کې د طالبانو تر ټولو سخت بریدونه له ماتې سره مخ شوي، ۱۷ طالبان وژل شوي او ملا یعقوب مجاهد هم په ناهیلۍ سره بغلان خوشي کړی.