د طالبانو رهبر ملا هیبت الله د پرېکړې پر بنسټ، د دوی د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني هېواد کې له زلزله ځپلو سره د مرستو د وېش مسوول ټاکل شوی.
د طالبانو د کابینې په غونډه کې چې نن (سه شنبه د چنګاښ ۲۸ مه) جوړه شوې؛ د طالبانو د رهبر په امر له زلزله ځپلو سره د مرستې یو کمیسیون د سراجالدین حقاني په ریاست جوړ شوی.
دا کمیسیون به د زیان لیدونکو او مرسته کوونکو بنسټونو ترمنځ د اړیکو رول هم ولري.
دا په داسې حالې کې ده؛ چې یوازې تېره ورځ پکتیکل کې د زلزلې له امله ۳۰ کسان ټپیان شوي او لس ګونه استوګنځي ویجاړ شوي.
یاده غونډه کې پرېکړه وشوه چې نیمروز ولایت کې د کمال خان بند او ففراه ولایت کې د بخشآباد بند پاتې چارې وڅېړل شي او د بشپړولو لپاره یې د طالبانو د کابینې راتلونکې غونډې ته ټول مالومات ورکړل شي.
همداشان د ترافیکي بې نظمیو او پېښو د مخنیوي لپاره یې؛ د چارو ادارې د دولت د انسجام چارو ریاست د مرستیال نورالحق انور په سرپرستۍ یو هیئت وګمارلو.