سمنکان کې سیمهییزې سرچینې آماج ته وایي چې طالبانو یاد ولایت کې د خپلو هغه دوه کسانو مړي چې خپلمنځي نښته کې وژل شوي وو، د داعش د غړو په نوم نندارې ته وړاندې کړل.
دا په داسې حال کې ده؛ چې طالب ځواکونه نن (سهشنبه د چنګاښ ۲۸مه) د ایبک ښار کارته مجاهد سیمه کې سره ونښتل. د سرچینې په وینا یاده نښته کې ۴ طالبان وژل شوي او ۶ نور طالبان ټپیان شوي.
دا نښته د کندز پښتنو طالبانو او د سمنګان تاجېک طالبانو تر منځ شوې ده.
د سرچینې په خبره؛ پښتنو طالبانو د سمنګان تاجېک طالبانو مړي د ایبک ښار په څلورلاره کې د داعش د غړو په نوم نندارې ته اېښودلي دي.
طالبان لا په دې اړه څه نه وایي.
1 تبصره
it’s awesome article. I look forward to the continuation.