طالبانو د ازبېکستان او تاجېکستان پر خاوره د موشکي بریدونو په تور پینځه داعشیان ونیول

لخوا Aamaj News

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي چې ځواکونو یې تېره شپه د کندزچ په امام‌صاحب کې د یو لړ عملیاتو په ترځ کې د داعشیانو یو مرکز کشف او له منځه وړی دی.

د نوموړي په وینا؛ دا عملیات د کندز ولایت امام‌صاحب ولسوالۍ په قنجغه سیمه کې ترسره شوي چې په پایله کې یې درې داعشیان وژل شوي او پینځه کسان نور یې ټپیان شوي.

نوموړي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دې کسانو څه موده وړاندې د ازبېکستان او تاجېکستان باندې موشکي بریدونه کړي وو.

دا په داسې حال کې ده؛ چې دې ورځو کې د افغانستان له خاورې پر تاجېکستان او ازبېکستان بریدونه زیات شوي؛ چې تل یې داعش ډلې مسوولیت پر غاړه اخیستی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ