په پروان کې ځایي او کندهاري طالبان په خپل منځ کې ونښتل

لخوا Aamaj News

ځایي سرچینې آماج ته وایي چې طالبان د پروان ولایت په ګلبهار سیمه کې له یو بل سره نښتي دي.

د سرچینې په وینا، دغه نښته نن (سه شنبه، د چنګاښ ٢١مه) د ځایي او کندهاري طالبانو ترمنځ شوې ده.

د یادې نښتې له مرګ‌ژوبلې په اړه لا تراوسه مالومات نشته او د پېښي انګیزه هم نه ده څرګنده شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، تېره ورځ هم د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د طالبانو دوه اوزبېک او پښتون قومندانان په خپل منځ کې نښتي وو چې له کبله یې دوه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي وو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ