نړیوالي ټولني ته د افغانستان د ترک تبارو پرانیستی لیک: له تبعیض، بې عدالتۍ او ظلم سره مخ یو

لخوا Aamaj News

د افغانستان د ترک تبارو یو شمېر سیاسي څېرې، مدني فعالان او روڼ آندي په یو پرانیستي لیک کې له نړیوالي ټولني د افغانستان د ترک تبارو لپاره د برابرۍ، عدالت او اغېزمن ګډون غوښتونکي شوي دي. هغوی زیاته کړې چې له تبعیض، بې عدالتۍ او ظلم سره مخ دي.

دغه لیک د پوهنتون استادانو، سیاسي څېرو او د افغانستان د مخکیني حکومت یو شمېر لوړ پوړو چارواکو په ګډون ٨٦ ترک تبار سیاسي او مدني فعالانو امضا کړی دی.

هغوی همدارنګه د دوامدار او قصدي تبعیض او له سیاسي، عمومي او د افغانستان د اوسني وضعیت او سیاسي راتلونکي په اړه د نړیوالو مهمو ناستو څخه د افغانستان د ترک تبارو شړلو د ژر تر ژره پای غوښتنه کړې.

په دغه لیک کې راغلی چې د افغانستان ترک تبار د واکمنو نظامونو لخوا له تاریخي پلوه له تبعیض او سیستماتیکي بې عدالتۍ سره مخ دي.

له بلي خوا طالب چارواکي په وار وار ویلي دي چې د دوی په حکومت کې د ټولو توکمونو استازي شتون لري.

په لیک کې ویل شوی چې د افغانستان ترک تبار په ٢٠٠١ کې د طالبانو په نسکورولو فعال رول درلود.

دغه سیاسي او مدني فعالان ویلي چې د طالبانو له راتګ سره، د دغو توکمونو کلتور او ژبه لا ډېر څنډو ته شړل شوي او له کلتوري او ژبني تبعیض سره مخ شوي دي.

په دغه پرانیستی لیک کې یادونه شوې چې په تېرو شلو کلونو کې، په شمالي ولایتونو کې نجوني ښوونځي ته تللې او اوزبیکي ښځي د دولت په بېلابېلو کابینو کې د وزیاني په توګه کار کړيدي؛ او اوس د طالبانو لخوا له خپلسرو نیونو، ځورونو او قتل سره مخ دي.

هغوی څرګنده کړې چې له هغه مهاله چې طالبان واک ته ورسېدل، ترک تبارانو له تبعیض، سزاګانو او د سختو بشري حقونو له سرغړوني سره مخ شوي دي. د دوی مځکي په زور د سویلي کډوالو او کوچیانو لخوا لاندي شوي دي او د افغانستان په شمال کې له خپلو پلرني مځکو څخه بې ځایه شوي دي.

د لیک لیکونکي په همدې حال دغو موضوع ګانو ته د رسنیو له نه پاملرني نیوکي کړي او لیکلي چې دغي ستونځي په رسنیو او د بشري حقونو د بنسټونو په راپورونو کې ډېر لږ منعکس شوي دي.

د هیواد په یو شمېر شمالي ولایتونو کې له ازبیک توکم څخه یو شمېر طالب قومندانان کلیدي پوځي رول لري.

سره له دې په وروستیو میاشتونو کې، د ازبیک طالبانو او د طالبانو مرکزي حکومت تر منځ واټن ډېر شوی.

له دې ډلي په فاریاب کې د طالبانو پېژندل شوی قومندان، مخدوم عالم نیول کېدل و چې د فاریاب ولایت په مرکز میمنه کې د پراخو لاریونونو لامل شو. هغوی په ښار کې مېشت ”پښتانه“ طالبان بې وسلې کړل او یا یې هم لا ښار څخه وشړل او د لږي مودې لپاره دغه ښار په بشپړ ډول د اوزبیک طالبانو په کنټرول کې و.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ