طالبان د بشر حقونو د څار بنسټ د راپور په غبرګون: په ننګرهار او کونړ کې د مړو پیدا کېدل حقیقت نه لري

لخوا Aamaj News

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د بشر حقونو د څار بنسټ د راپور په غبرګون ویلي چې په ننګرهار او کونړ کې د مړو موندل حقیقت نه لري.

مجاهد نن (پنجشنبه د چنګاښ ١٦مه) په یو ټوېټ کې لیکلیګي چې په ننګرهار او نورو ولایتونو کې د سلو مړو موندلو شایعات حقیقت نه لري او یو مړی هم په کوم ځای کې نه دی موندل شوی.

نوموړي زیاته کړې چې ځایي طالب چارواکو په دې اړه څېړنې کړې دي چې یو مړی هم په کوم ځای کې نه دی موندل شوی.

مجاهد څرګنده کړې: «په دې اړه د ځینو نړیوالو بنسټونو لخوا کوم پروپاګند چې خپریږي د خواشینۍ وړ دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د بشر حقونو د څار بنسټ راپور ورکړی چې طالب جنګیالي په خپل سر د داعش سره د اړیکې په تور د کسانو په وژنو او ورکولو باندې لاس پورې کړی دی.

د یاد بنسټ د راپور له مخې؛ د کونړ او ننګرهار اوسېدونکو د طالبانو تر واکمنۍ وروسته تر سلو ډېر مړي د اوبو له کانالونو او نورو ځایونو موندلي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ