د طالبانو لخوا د خلکو ټلیفونونو د څېړنې زیاتېدل؛ ښاریان: دا کار ځناورتوب او ناقانونه دی

لخوا Aamaj News

د کاپیسا ولایت یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو لخوا د دوی د ګرځنده ټلیفونونو د څېړنې شکایت لري او دا کار ناقانونه بولي.

د کاپیسا ولایت اوسېدونکي آماج ته وایي چې په وروستیو ورځو کې، طالب ځواکونو د تګ راتګ پر لارو د تلاښۍ ځایونه جوړ کړي، موټرونه دروي، د خلکو ګرځنده مبایلونه او شخصي توکي څېړي.

د دوی په وینا، طالبانو د ټیلیفونونو د څېړلو وروسته څو تنه پرته له کوم جرم څخه نیولي او وهلي ډبولي دي.

یو تن چې د ټلیفون تر څېړلو وروسته د طالبانو لخوا نیول شوی و آماج ته وایي: «پر هغه لاره چې مو تل تګ راتګ کاوه، لومړی ځل و چې له طالبانو مو هومره ځناورتوب ولید. طالبانو زموږ موټرونه ودرول، زموږ د ټولو ټلیفونونه یې واخیستل او ټول پیغامونه او انځورونه یې وڅېړل.»

نوموړي همداراز وویل: «په داسې حال کې چې هیڅ کوم خلاف نه و نږدې یو ساعت ودرولو یو شمېر یې ووهل او زموږ څخه یې پوښتنه وکړه چې د کوم ولایت یو، کله چې مو ځواب ورکړ ویې نه منل او په ټینګار سره یې وپوښتل چې د پنجشېر یاست؟ بیا مو وویل نه؛ یو ساعت وروسته په بشپړه بې شرمۍ یې زموږ ټلیفونونه او زموږ څخه یې بښنه وغوښته.»

دغه اوسېدونکي د طالبانو له دغه کار نه په اندېښنې او سختې نیوکې سره زیاتوي چې د دوی دغه خپلسري کار د بشري حقونو د موازینو خلاف او د خلکو شخصي حریم باندې تېری دی. دوی د دغه کار د مخنیوي غوښتونکي شوي.

د یادوني وړ ده چې د طالبانو لخوا په نورو ولایتونو کې هم د خلکو ټلیفونونه څېړل کیږي چې څه موده وړاندې د کابل یو تن اوسېدونکي د افغانستان ملي اتل، احمد شاه مسعود د انځور د درلودلو له کبله، نیول شوی و.

یادې نیونې په داسې حال کې کیږي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د یاد وزارت ماورینو او طالب ځواکونو ته په خطاب خبرداری ورکړی و چې د قضایي او امنیتي جواز پرته د خلکو ګرځنده مبایل، کور او دوکان څېړل پرته له کوم استثنایي پېښو، منع دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ