طالبانو تېره شپه په کابل کې دوه وروڼه په ډزو او د ډبرې په وهلو ووژل

لخوا Aamaj News

سرچینې آماج ته وایي چې طالبانو په کابل کې دوه وړونه په ډزو او د ډبرو په وهلو سره وژلي.

د یادو قربانیانو خپلوان وایي؛ چې دا پېښه تېره شپه (پنجشنبه، چنګاښ ٩مه) د کابل په چهاردهي په چهار قلعه کې پېښه شوې.

د دوی په وینا طالبانو د یادو کسانو د وژلو وروسته د دوی یو بل ورور او پلار چې د سرطان ناروغي هم لري؛ یو نا معلوم ځای ته بېولي دي.

دوی زیاته کړې د دغو دوو له برخلیک څخه لا مالومات نشته.

د دغو قربانیانو خپلوان په اندېښنې سره زیاتوي؛ چې طالبانو هغوی ګواښلي او ویلي یې دي، چې د دوو نورو جسدونو په تمه اوسي.

طالبان په دې اړه څه نه وایي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ