په بدخشان کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې رییس، مولوي شېر احمد جواد وایي چې د بدخشان مرکز، فیض آباد ښار کې د یو موټر د اوښتو په پایله یو طالب وژل شوی.
د هغه په وینا په دې پېښه کې د د دغه ولایت د امر بالمعروف ادارې مرستیال، مولوي نظام الدین په ګډون دوه تنه ټپیان شوي دي.
دا پېښه نن سهار په ١١ بجې د فیض آباد ښار د اتمي ناحیې اړوند دره کولان په سیمه کې رامنځته شوې ده.