دطالبانو د رییس الوزرا، ملا حسن په امضا په یو خپور شوي مکتوب کې، لویه جرګه به د چنګاښ په ٨ مه ترسره شي. د دغه مکتوب له مخي د دغي جرګې د غړیتوب شرایط ”په تقوا مشهور علما او ولسي څېرې چې جهاد یې کړی او یا د جهاد ملاتړی وي“ ویل شوی.
که څه هم طالب چارواکي په رسمي ډول په دې اړه جزییات نه دي ورکړی؛ خو د رییس الوزرا لخوا په خپور شوی مکتوب کې، دغه ناسته د ”علماوو شورا“ بلل شوې او موخه یې د په ټول هیواد کې د افغانانو سمبالول ویل شوې ده.
د دغه مکتوب له مخي د دغي جرګې غوڅ اکثریت ګډون کوونکي به دیني علما وي.
له یوې خوا د ملا حسن اخند مرستیال، ملا عبدالغني برادر، د دغي جرګې د ترسره کولو کمیسیون رییس ټاکل شوی.
په دغه مکتوب کې راغلی چې په ولایتونو کې د استخبارات، امر بالمعروف او نهی عن المنکر، حج او اوقاف او علماوو شورا په ګډون د طالبانو د ادارو په همغږي، پر شرایط برابر کسان دغي ناستي ته د ګډون لپاره ورپېژندل کیږي.
د دغه مکتوب له مخي پر شرایط سم کسان ”په تقوا، جهاد او شه نوم مشهور علما او ولسي څېرې چې جهاد یې کړی وي او یا د جهاد ملاتړی وي او په ټولنه کې اغېزمن وي“ ویل شوي دي.
په همدې حال کې د پلي تخنیک پوهنتون مشرتابه هم تر راتلونکي اونۍ پوري زده کړیالان رخصت کړي.
دغه جرګه په داسي حال کې ترسره کیږي چې د کارپوهان او سیاسي څېرې په وینا، د طالبانو حکومت هڅه کوي په دغي ناستي سره داخلي مشروعیت ترلاسه کړي.