د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی: د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژنو

لخوا Aamaj News

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي د هند له بهرنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې د یادې ټولې هېڅ هېواد قصد نه لري چې افغانستان کې خپله څانګه بیا پرانیزي.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولاسن د (قوس دولسمه، جمعې) ورځ د هند له بهرنیو چارو وزیر جي شنکار سره په لیدنه کې ویلي، دوی قصد لري د یادې ټولنې یوازې کم شمېر کارکوونکي یې په افغانستان کې د دې هېواد خلکو ته د بشري مرستو رسولو لپاره پاتې شي.

د ارواپایي ټولنې دې چارواکي زیاته کړې «موږ د طالبانو په رسمیت پېژندلو کې بیړه نه لرو او د دوی موقت حکومت په رسمیت نه پېژنو، له دې سره اړتیا لرو له دوی سره تعامل وکړو.»

نوموړي څرګنده کړې؛ چې اروپایي ټولنې د افغانستان له خلکو سره خپلې مرستې له ۶۰ میلیونه یورو څخه ۳۰۰ میلیونه یورو ته لوړې کړې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ