طالبانو په غور کې د ولسي پاڅون د یو قومندان او د هغه د مېرمن او لور په ګډون شپږ تنه ووژل

لخوا Aamaj News

په غور کې ځایي سرچینې آماج ته تاییدوي چې طالبانو په دغه ولایت کې د پخواني حکومت د ولسي پاڅون یو قومندان او د هغه د مېرمن او لور په ګډون شپږ تنه وژلي دي.

دا پېښه دغور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ په چهار آسیاب کلي کې رامنځته شوې ده.

د سرچينې په وینا طالبانو د شنبې بېګا، د تېر حکومت د ولسي پاڅون ځواکونو قومندان، محمد مرادي، پر کور یرغل کړی او هغه د مېرمن او لور سره وژلي دي.

سرچینه زیاتوي چې طالبانو د سرپل په بلخاب کې د طالبانو هزاره تبار قومندان، مولوي مهدي څخه د ملاتړ لکبله د محمد مرادي پر کور یرغل کړی.

سرچینه زیاتوي چې د طالبانو له دغه اقدام وروسته، محمد مرادي ته ژمن ځواکونو او طالبانو تر منځ له تېري نیمي شپې تر اوسه نښته دوام لري.

له یوې خوا په غور کې طالب چارواکي وایي چې د دغه ولایت په لعل و سرجنکل کې له «بغاوت ګرو» سره نښتي دي او د دغي نښتي په پایله لس تنه بغاوت کوونکي وژل شوي او ژوبل شوي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ