ګوانتانامو کې د طالبانو له دوه پاتې بنديانو څخه یو خوشي شو

لخوا Aamaj News

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي؛ چې د ګوانتانامو کې د دوی له دوه پاتې بندیانو یو یې د اسدالله هارون په نوم خوشي شوی.

مجاهد نن سهار (جمعه د چنګاښ درېیمه) د یو لړ ټوېټونو په خپرولو سره ویلي چې اسدالله هارون د طالبانو د هڅو او له امریکا متحده ایالاتو سره د مستقیم تعامل په پایله کې خوشي شوی.

د طالبانو ویاند ویلي؛ چې اسدالله هارون له کالونو وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای کېږي.

نوموړي زیاته کړې یې ده: « اسلامي امارت په نورو هېوادونو کې د افغان بندیانو خوشي کېدل او د دوی پوښتنه خپله دنده بولي او هڅه کړي چې هېڅ افغان هم په نورو هېوادونو کې په مظلومیت کې پاتې نشي.»

د طالبانو ویاند زیاته کړې؛ چې یو شمېر هېوادو کې چې د افغانستان وګړي هلته بنديان دي؛ دوی ورسره اړیکه کې دي تر څو خوشي یې کړي.

په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا له برید وروسته، د طالبان ډېری لوړپوړي چارواکي او قومندان د امریکایي ځواکونو لخوا ونیول شول او ګوانتانامو ته ولېږدول شول.

اسدالله هارون په ۲۰۰۷ کال کې د وخت امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شو او امریکایانو ته وسپارل شو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ