طالبانو د ملګرو ملتونو لخوا د دوی د دوو چارواکو پر سفر بندیز چټي او د ناکامو تجربو تکرار بللی

لخوا Aamaj News

د طالبانو د دوو چارواکو پر سفر له بندیز وروسته، اوس د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اقدام چټي او د ناکامو تجربو تکرار بللی دی.

دغه وزارت نن (چهارشنبه، چنګاښ ١) په یوه اعلامیه کې، د یو شمېر طالب چارواکو د سفر د معافیت د تمدید هرکلی کړی.
په دغه اعلامیه کې رغلی د دوحې د هوکړه لیک د ژمني له مخي د بندیزونو دایمي لیري کول، د طالبانو حق دی.

د ١٣ طالب چارواکو د سفر معافیت لږ تر لږه د دوو میاشتو لپاره تمدید شوی، خو دغه معافیت د طالبانو د لوړو زده کړو چار سمبالی، عبدالباقي حقاني او د پوهني وزارت مرستیال، سید احمد شهیدخیل لپاره نه دی نوی شوی او له دې مخي دغه دوه چارواکي له سفر منع شوي دي.

طالبانو د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یو اړخیز قضاوت تورن کړی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دوی پر دوو چارواکو د بندیز وضع کولو څخه خواشیني څرګنده کړې او ویلی د طالبانو پر حکومت د دا ډول بندیزونو وضع کول به هیڅ پایله ونه لري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ