د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر او د پوهنې وزارت مرستیال له سفر منع شول

لخوا Aamaj News

د فرانسې خبري آژانس له ډیپلوماټیکو سرچینو څخه په نقل راپور ورکړی چې ملګرو ملتونو د طالبانو د لوړو زده‌کړو د وزیر عبدالباقي حقاني په ګډون د دوه طالب چارواکو د سفر معافیت تمدید نه کړ او دا دوه کسان له سفر منع شول.

له یاد خبري آژانس څخه په نقل قول؛ چې د ۱۳ طالب چارواکو لپاره حداقل د دوه میاشتو لپاره د سفر معافیت تمدید شوی؛ خو دا معافیت د دوی د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو د دوه چارواکو لپاره، پر نجونو د زده کړو د بندیزونو له امله نه دی تمدید شوی.

د یو ډیپلوماټ په وینا؛ هغه چارواکي چې اوس له سفر کړلو منع شوی د پوهنې وزارت سرپرست مرستال سید احمد شیدخیل او د لوړو زده کړو وزیر عبدالباقي بصیر اول شاه چې په عبدالباقي حقاني مشهور دی؛ دي.

د یادونې وړ ده؛ چې د ۱۵ طالب چارواکو د معافیت موده تېره ورځ (دوشنبه) پای ته ورسېده.

ډیپلوماټانو د فرانسې خبري آژنس ته ویلي؛ چې پر طالبانو د بندیزونو څخه د ملګرو ملتونو د څارنې کمیټې له سختو خبرو اترو وروسته، د ۱۳ طالب چارواکو د سفر معافیت د ۶۰ ورځو لپاره تمدید شو.

د ډیپلوماټانو په وینا؛ ځینې هېوادونه د ښځو حقونو وضعیت خرابېدو له امله د طالبانو د سفر ټولو معافیتونو د لغوه کېدو غوښتونکي وو؛ خو یو شمېر نور مخالف دي.

یوې ډيپلوماټیکې سرچېنې څرګنده کړې؛ چې د یادې هوکړې د ګټو پر بنسټ، دا معافیت په په خپل سري ډول په درېیمه میاشت کې د ۱۳ طالب رهبرانو لپاره تمدید شي. مګر دا چې د شورا یو غړی نیوکه وکړي.

پر طالب چارواکو د سفر بندیزونه په ۱۹۹۹ کال کې وضع شوي وو؛ خو درې کاله وړاندې د سولې د خبرو اترو لپاره د دوی شمېر چارواکې له بندیز څخه معاف شول.

له دې وړاندې د بشر حقونو د څار بنسټ له دې امله چې پر افغانستان د طالبانو واک ته رسېدو وروسته د بشر حقونه او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونه له ناورین سره مخ دي؛ د طالب چارواکو پر سفر د بندیزونو غوښتنه کړې وه.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ