د طالبانو هزاره قومندان مومولي مهدي د اړېکې پرېکون او د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ شااوخوا کې د طالبانو له لښکر وېستلو وروسته، سرچینې آماج ته وایي؛ چې اوس طالبانو د رامنځته شوې ستونزې د حل په موخه د شیعه علماوو شورا ته مخه کړې ده.
یاده سرچینه وايي؛ چې د طالبانو یادې غوښتنې پر بنسټ، پرېکړه پر دې شوه چې د شیعه علماوو شورا څخه جوړ شوی هیئت له مومولي مهدي سره د خبرو لپاره له کابل څخه بلخاب ته روان شي.
خو مولوي مهدي ته نږدې سرچینې آماج ته وایي؛ چې دا هڅې به کومه پایله ونه لري، ځکه د نوموړي په اند د مولوي مهدي غوښتنې روښانه دي او هغه هم د طالبانو په حکومت کې د هزاره ګانو د حقونو په ځای کول.
یاده سرچینه زیاتوي چې افغانستان کې شیعیانو ته د له پورته څخه ښکته لیدلوری د منولو وړ نه دی او مولوي مهدي به هېڅکله د کابل تشریفاتي مقام ته لاړ نه شي.
بل پلو په شمال کې د طالبانو سیمه ییزې سرچینې وایي چې پر بلخاب د برید لپاره ټول چمتوالی نیول شوی او که د خبرو اترو دا پړاو بریالی نه شي، د مولوي مهدي د وژلو او یا نیولو لپاره به عملیات په لاره واچول شي.
بلخاب د افغانستان په شمال کې استراتېژیکه ولسوالي ده چې د طالبانو پخواني رژیم کې هم په بشپړ ډول د دوی تر واک لاندې نه وه راغلې او اوس هم د مولوي مهدي او د نوموړي د ۵۰۰ وسلوالو کسانو تر لاس لاندې ده.