د افغانستان په درو ولایتونو کې د طالبانو ضد درو جبهو بریدونه؛ دطالبانو ١٠ جنګیالي وژل شوي او ټپیان شوي دي

لخوا Aamaj News

په پنجشېر، پروان او بغلان ولایتونو کې د طالب ضد درو جبهو ځواکونو له طالبانو سره نښتي دي.

ځايي سرچینې او دغي جبهې، نښتي تاییدوي او وایي چې په تیرو ٢٤ ساعتونو کې ١٠ طالبان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

په پنجشېر کې سرچینې آماج ته وایي چې د طالبانو او مقاومت جبهې ځواکونو ترمنځ د دغه ولایت په شتل ولسوالۍ کې سختي نښتي شوي.

د دوی په وینا، دغه نښته د پنجشېر ولایت د شتل ولسوالۍ په ارزو دره کې د تیري ورځي (چهارشنبې) له سهاره پیل او د څو ساعتونو لپاره دوام درلود.

سرچنې زیاتوي چې دغه نښته هغه مهال رامنځته شوه چې طالبانو د شتل او سالنګ له غرونو د مقاومت جبهې پر پوستو د برید موخه لرل.

ویل کیږي چې په دې نښته کې د نښتي لورو ته مرګژوبله اوښتې؛ خو تر اوسه یې کره شمېره نه ده معلومه.

طالبانو او ملي مقاومت جبهې تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې تېره شپه د پروان ولایت د ګلبهار ولسوالۍ په دوسرکه کې د طالبانو پر یوې قرارګاه د آزادۍ جبهې دچریکي ځواکونو د عملیات په پایله کې ٨ طالبانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د هغه راپور له مخي چې ازادۍ جبهې رسنیو ته په اختیار کې ورکړی، د دغو نښتو په جریان کې ٣ طالبان وژل شوي او ٥ تنه نور یې ټپیان دي.

همدارنګه په دغه راپور کې راغلی چې د دغي جبهې ځواکونو ته تلفات نه دي رسېدلي.

په ورته وخت کې، د سپاه آزادۍ جبهې آماج ته وایي جې د بغلان ولایت د اندراب ولسوالۍ په ششهان کلي کې، طالبانو د مځکي او هوا له لاري د سپاه ازادۍ جبهې پر چریکيانو عملیات په لاره اچولي.

د سپاه ازادۍ په وینا، له څو ساعتو عملیات وروسته، طالبان په شا تمبول شوي او د نښتي په پایله دوه طالبان وژل شوي او د هغوی یو میل کلاشینکوف د سپاه ازادي ځواکونو ته په لاس لوېدلی دی.

سپاه ازادۍ جبهې زیاتوي چې د دغي نښتي په پایله د دوی یو تن چریکي په سطحي ډول ژوبل شوی.

په مرکز کې د طالبانو چارواکي په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.

د یادوني وړ ده چې په هیواد کې د هوا د تودېدو سره، د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو او د دوی د مخالفو جبهو تر منځ نښتي ډیري شوي دي.




اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ