د طالبانو د واکمنۍ لس میاشتي وروسته؛ خلک د عشر او زکات د راټولولو شکایت لري

لخوا Aamaj News

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ نه د لسو میاشتو په تېرېدو سره، خلک د عشر، زکات او لوړ مالیات نه شکایت لري.

د افغانستان له بېلابېلو ځایو نه راپورونه ښیي چې طالبانو د دوکانونو او سوداګریزو مرکزونو مالیات د جمهوریت د وخت درې چنده کړی او د خلکو د کرنیز عایداتو نه عشر او زکات هم ټولوي.

په کاپیسا کې ځایي سرچینې آماج ته وایي چې طالبانو له هر شلو منو غنمو څخه، یو من د خلک عایدات اخلي.

دغي سرچینې زیاتو چې د بد اقتصادي وضعیت لپاره، خلک د عشر او زکات ورکولو توان نه لري.

په کاپیسا کې ځایي خلک د عشر او زکات د اخیستلو څرنګوالي دا رنګ بیانوي: ”طالبانو د کلي د مشر او د حج او اوقاف وزارت د یو کارمند سره کلیو ته داخلیږي او د مځکو د خاوندانو څخه د دوی د مځکي تخم ریز پوښتنه کوي او ورته وایي چې له شلو منو غنمو څخه یو من، او له سلو نه پنځه منه ورکړﺉ.“

په ورته وخت کې، د کندز ځایي سرچینې هم تاییدوي چې طالبانو په لومړنیو طریقو د دوی د مځکو د کرنیزو عایداتو عشر ټولوي.

دغه سرچینې زیاتوي، ښایي دطالبانو مرکزي حکومت د دغو عایداتو د ټولولو څخه نه وي خبر او ځایي چارواکي د خپلي اعاشې لپاره له خلکو عشر ټولوي.
همدارنګه له سویلي ولایتونو څخه خپاره شوي راپورونه ښیي چې طالبانو د تریاکو له عوایدو هم عشر ټولوي.

د طالبانو لخوا د عشر او زکات له دې نه چې مالي او اقتصادي اړخ ولري، ډېر عقیدوي او ایډیولوژیک اړخ لري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ