له طالبانو څخه د هزاره قومندان د بېلتون په اړه غبرګونونه؛ مهدي ولې له طالبانو سره غوځه کړه؟

لخوا Aamaj News

مولوي مهدي مجاهد چې د طالبان یوازینی هزاره نوموتی قومندان وو، د طالبانو حکومت له تنې څخه بېل شو.

نوموړی چې د طالبانو حکومت له پیل څخه د بامیانو ولایت د استخباراتو د رییس په توګه ګمارل شوی وو له پینځو میاشتو وروسته له دندې ګوښه شو او اوس د طالبانو حکومت کې صلاحیت نه لري.

مهدي د بامیانو ولایت له استخباراتو ریاست څخه د ګوښه کېدو وروسته، سرپل ولایت کې خپل د زېږون ځای بلخاب ولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې د خلکو په مسلح کولو پیل وکړ.

څه موده وړاندې هم د مولوي مهدي او د بلخاب ولسوالۍ له ولسوال او امنیه قمندان سره د نښتې راپورونه خپاره شول.

په بلخاب کې د طالبانو له سیمه‌ییزو چارواکو سره د یاد هزاره قومندان اختلافونه د طالب چارواکو ترمنځ د جدي اندېښنو لامل شوي.

د طالبانو حکومت د مرستیال ویاند انعام‌الله سمنګاني په مشرۍ یو لوړپوړی هیئت د (جمعې ورځ د غبرګولي ۲۱مه) د یادې موضوع د حل په موخه بلخاب ته سفر وکړ.

سمنګاني له ځان سره د ښارجوړونې وزارت د معین په توګه د مهدي مجاهد د ګمارنې مکتوب هم له ځان سره وړی وو، چې د مولوي مهدي د منلو وړ نه دی ګرځېدلی او د طالبانو هیئت خالي لاسونه راستون شوی.

دا چې په کره ډول د طالبانو له حکومت څخه د مولوي مهدي غوښتنه څه ده؛ مالومه نه ده، خو نوموړي د طالبانو له حکومت څخه د خپل بېلتون لامل نوموړي ته د طالب چارواکو نه پاملرنه بللې.

مولوي مهدي مجاهد د بامیانو ولایت استخباراتو ریاست څخه له ګوښه کېدو وروسته کابل ته تللی و او داسې برېښېده چې د طالبانو استخباراتو عمومي ریاست کې د شخړو د حل شورا د مرستیال په توګه وګمارل شي؛ خو له میاشتو په تمه کېدو وروسته په ناهیلۍ سره خپل د زېږون ځای ته راوګرځېد.

د راپورونو پر بنسټ حقاني ډله په یاد مقام کې د مولوي مهدي د ګمارل کېدو مخالفه ده.

داسې ویل کېږي چې مولوي مهدي، ملا عبدالغني برادر ته له نږدې کسانو دی او له حقاني ډلې سره د کندهاري طالبانو خپل منځي اختلافونه د دې لامل شوي چې حقانیان د یاد هزاره قومندان په غیر مسلح کولو لاس پورې کړي، خو یو شمېر یې ګوښه کېدل په هزاره‌توب پورې تړي.

البته دا له غیر پښتون طالبانو سره د طالبانو حکومت لومړی مخالفت نه دی؛ له دې وړاندې هم دوی نوموتی اوزبېک قومندان قاری صلاح‌الدین ایوبي د منصور ۲۰۳ قول اوردو له ارکان څخه ګوښه کړی او مخدوم عالم او عطاالله عمري یې هم له خپلو پوځي صلاحیتونو بې برخې کړي.

کابل ولایت کې د طالبانو امینه قومندانۍ پوخواني ویاند جنرال مُبین په خپله ټویټر پاڼه کې د مولوي مهدي د بېلتون په اړه د کنایې په ډول لیکلي: «دلته مرکزي دولت شتون لري. زور ویل مه کړئ او که نه سخت به زیان وکړئ.»

مُبین د ګنایې په ډول زیاته کړې: «هغه وختونه تېر شوي چې تاسې د خلکو په سرونو مېخونه وهل.»

بل پلو سرچینې آماج ته وایي چې مولوي مهدي څه موده وړاندې مسموم شوی وو؛ خو له سادې پېښې څخه زیات مالومات په لاس کې نشته.

همداشان یوه بله سرچینه د بلخاب ولسوالۍ په ځینو برخو کې د پوځي واحدونو له ځای پر ځای کېدو خبر ورکوي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو د مولوي مهدي له دریځ نیولو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او د طالبانو ضد قومندان باندې د نوموړي له بدلېدو هرکلی کړی.

له دې ډلې سو کاروونکي لیکلي: « که مولوي مهدي په بلخاب کې په ریښتیني ډول د طالبانو په وړاندې مقغومت وکړي، ډاډه یم دویم مزاري به شي.»

خو د نوموړي یو شمېر مخالفینو لکلي: «مولوي مهدي د محقق په څېر دی کله چې له چوکۍ ګوښه کېدو پر غني یې برید کړ او که مقام ورته ورکول کېدو د غني له زیارکښو ملاتړو کېدو.»

یو شمېر کاروونکو بیا مولوي مهدي ته په خطاب کې خبرداری ورکړی چې بل ځل کابل ته راستون نه شي چې د پښتنو طالبانو د لویې توطعیې ښکار به شي.

د طالبانو قومي او سمتي چلندونه د پښتنو او غیر پښتنو طالب غړو ترمنځ د سختو اختلافونو رامنځته کېدو لامل شوي.

د طالبانو ترمنځ دا اختلافونه د دوی د حکومت له پیل لږ ځنډ وروسته په فاریاب کې د اوزبېک قومندانانو د خلع سلاح کولو په پایله کې پیل شوي وو چې ورو رور یادو اختلافون په پنجشېر، تخار، بدخشان، فاریاب او اوس سرپل کې هم خپلې ریښې وځغلولې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ