طالبان د تخار په چال کې د دوی یو مخالف تاجک قومندان سره نښتی

لخوا Aamaj News

په تخار کې ځایي سرچینې آماج ته وایي چې له نن سهاره تر دې دمه د طالبانو او په چال ولسوالۍ کې ځایي تاجک قومندان، خان محمد تر منځ د یادې ولسوالۍ په اسپنج کلي کې سخته نښته دوام لري.

سرچینې زیاتوي؛ چې طالبان یاد تاجېک قومندان د ځپلو په موخه د ډېرو ځواکونو هلته تللي.

دیادې نښتي له مرګ‌ژوبلې څخه لا مالومات نشته.

په تخار ولایت کې ځایي طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ