طالبان: زموږ لخوا د بې‌ګناه خلکو د وژلو په اړه د بشر حقون دڅار بنسټ ادعا ناسمه ده

لخوا Aamaj News

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان کې د بې‌ګناه خلکو د وژلو او د ضاریانږ د حقونو د نقض په اړه د بشرحقونو د څار بنسټ ادعا ناسمه ده.

په یاده اعلامیه کې راغلي؛ چې اوس وخت کې د هر وخت په پرتله افغانستان کې د خلکو حقونه پر ځای دي.

په ورته وخت کې یاده اعلامیه کې طالبانو له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې له «پروپاګند» لاس واخلي او په افغانستان کې شته حقیقتونه ومني.

طالبانو په دوام کې ټینګار کړی؛ چې جنګیالیو یې له قضا او محکمې پرته هېڅوک نه وژلي او نه یې هم اعدام کړي.

د یادې اعلامیې په یوه برخه کې همداشان زیاته شوې؛ چې د طالبانو استخباراتو هېڅ خبریال نه دی وژلی او یوازې د خبریالانو د سرغړونې په صورت کې دوی احضار شوي او ځینې توصیې ورته شوې دي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې له دې وړاندې له بېلابېلو ولایتونو څخه د ملکي وګړو او خبریالانو د ځورونې، وژنې او وهلو ډبولو راپورونه خپاره شوي او نړیوالو سازمانونو او د بشرحقونو د څار بنسټ یې په اړه غبرګونونه ښودلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ