طالبانو د ملي یوالي حکومت د اجراییه ریاست یو ساتونکی نیولی

لخوا Aamaj News

د یو پخواني پوځي خپلوان آماج ته وایي؛ چې د طالبانو استخباراتو نوموړی له کابل ښار نیولی.

دغه پخوانی پوځي احمد تمیم نوم لري او څه موده د ملي یوالي حکومت د اجرایه ریاست د مقام ساتونکی وو.

د احمد تمیم خپلوان وایي؛ چې نوموړي د طالبانو له راتګ سره او عمومي عفوې د عفوې په باور سره افغانستان پرېنښود او د خپلې کورنۍ د نفقې لپاره یې ټکسي موټر چلوو.

دوی زیاتوي؛ چې نه ورځې کېږي احمد تمیم له کوم جرم پرته د طالبانو په بند کې دی او له برخلیک یې هېڅ مالومات نشته.

له دې وړاندې هم د طالبانو لخوا د پخواني حکومت د سرتېرو د نیولو او قتل راپورونه ورکړل شوي؛ خو طالبان د دې راپورونو په رد کولو سره وایي چې د عمومي عفوې فرمان رعایت کوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ