د طالبانو له واکمنۍ نهه میاشتې وروسته؛ د کابینې او والیانو ۸۰.۹% پښتانه او ۹۸.۴% طالبان؛ ښځې او هزاره ګان غیر حاضر دي

لخوا Aamaj News

د طالبانو له واکمنۍ نه ۹ میاشتې وروسته د آماج سروې ښيي چې ۸۲.۷ سلنه کابینه پښتانه او ۹۶.۵ سلنه یې طالبان دي، د څېړنې له مخې ۷۹.۴ سلنه یې والیان پښتانه او ۱۰۰ سلنه یې طالبان دي. هزاره او ښځې غیر حاضر دي.

د طالبانو په کابینه کې ۶.۸ سلنه تاجک، ۶.۸ سلنه ازبک او ۳.۴ سلنه نورستانیان شامل دي.

د طالبانو حکومت خپل مخالفین او موافقین لري.

خو نړیواله ټولنه په وار وار په افغانستان کې د یوه ټول شمول حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده. د افغانستان له ګاونډیانو نیولې تر اروپايي هېوادونو او امریکا پورې په هېواد کې له ټولو توکمونو په شتون د یوه ټول شموله حکومت غوښتنه کوي.

ایران په ځلونو ټینګار کړی چې د یوه ټول شموله حکومت جوړول د اوسني وضعیت یوازینۍ حل لاره ده. هند وايي لومړیتوب باید د یوه ټول شموله حکومت جوړېدل وي.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په افغانستان کې د یوه رښتیني ټول شموله حکومت پر جوړولو ټینګار کړی دی.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د یو ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړیدی. هغه  ویلی دی: «په افغانستان کې د یو ټول شموله حکومت او په ټولنیزو فعالیتونو کې د ښځو له ګډون پرته، موږ به د کابل د هوايي ډګر په مدیریت کې برخه نه اخلو.»

خو د پاکستان له واکه لرې شوي لومړي وزیر عمران خان چې د طالبانو لوی ملاتړی او لابي بلل کېږي، په یوه مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو بدیل نشته او نړۍ باید له طالبانو سره تعامل وکړي.

روسیې ویلي چې «اوسمهال د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو  په اړه هیڅ خبرې نه کیږي. زموږ غوښتنه یو ټول شموله حکومت ده.» د امریکا متحده ایالاتو هم ویلي، داسې حکومت باید جوړ شي چې د ټولو خلکو استازیتوب وکړي.

خو طالب چارواکو تل ټینګار کړی چې د دوی حکومت ټول شموله دی.

له نهو میاشتو وروسته د خلکو وضعیت څه دی؟

په افغانستان کې وضعیت اوس ډېر ژور او پیچلی شوی دی. په عصري تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، په خپل هیواد کې خلک د داسې حکومت لاندې ژوند کوي چې نه داخلي مقبولیت لري او نه هم نړیوال مشروعیت.

له نهو میاشتو وروسته؛ د لوږې کچه په بې سارې توګه لوړه شوې، او د ډېرو خلکو اندېښنه د ژوندي پاتې کیدو لپاره د ډوډۍ  درلودل دی.

له نهو میاشتو وروسته؛ ایا د طالبانو د ازمویني موسم پای ته رسیدلی دی؟
وروسته له دې چې اشرف غني وتښتېد او طالبان واک ته ورسېدل، دغې ډلې له نړۍ سره ژمنه وکړه چې دوی بدل شوي او له ټولو افغانانو سره به یو شان چلند کوي او یو ټول شموله حکومت به جوړوي.

خو د نړۍ ډېره پام  بشري حقونو، کار او ښځو حقونو په ځانګړې توګه د نجونو زده کړو ته و، چې هغه مهال طالبانو ژمنه کړې وه، چې ټولو ته به پایبنده وي او د ښوونیز کال په پیل کې به د نجونو د زده کړو مخه نه نیسي.

طالبان د نړۍ په دغه مخکنيو شرطونو کې دوې غوښتنې لرلې چې د نړۍ لخوا په رسمیت وپېژندل شي او د مالي ملاتړ نه برخمن شي.

خو د طالبانو له واکمنۍ نهه میاشتې کیږي نه د ټول شموله حکومت کومه خبره شته او نه هم بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته د درناوي او زرګونه نجونې ښوونځي ته له تلو منع شوې دي. او له بلې خوا هره ورځ شکنجه، وژنې او له خپلو حقونو څخه د خلکو بې برخه کېدل د رسنیو سرټکي دي.

په وروستیو اونیو کې په پنجشیر، بغلان او تخار کې د طالبانو له خوا د ملکي وګړو وژل او له جنوب څخه شمال ته د هغوی لښکر کشي له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی دی. د هېواد مشهورو څېرو او بهرنيو بنسټونو طالبان په دغو ولايتونو کې په «جنګي جرمونو» تورن کړي دي.

د مقاومت جبهې ادعا کوي چې په شمالي ولایتونو په تېره بیا په پنجشېر، د بغلان په اندارب او تخار ولایتونو کې په نښتو کې لسګونه طالبان د هغوی د قوماندانانو په ګډون وژل شوي دي. خو طالبانو چې په پیل کې یې په دغو ولایتونو کې د نښتو انکار کاوه، اوس مطلقه چوپتیا غوره کړې ده.

کارپوهان په دې باور دي چې د طالبانو د ازمویني موسم پای ته رسېدلی او دوی و نشو کړای چې په ازموینه کې بریالي شي.
خو نړۍ به څه کوي؟

لوېديځ هیوادونه وايي چې د طالبانو کړنې څاري او له افغان ولس سره د طالبانو له چلند څخه ناخوښه دي، لکه څنګه چې د فرانسې پارلمان د دغه هیواد له ولسمشره غوښتی چې پر طالبانو بندیز ولګوي ځکه چې دوی وايي طالبان خپلي ژمني نه دي پلي کړی.

خو کارپوهان  په دې باور دي چې د طالبانو ازموین پاڼه د امريکا په لاس کې ده او هغه کولای شي د طالبانو ازموین پاڼي ته د  ناکامۍ او کامیابۍ نمره ورکړي.

خو د طالبانو ځواکمن بازو او اصلي لابي، د پاکستان له واکه لیرې شوی لومړی وزیر عمران خان، چې په ټوله نړۍ کې یې د طالبانو په ملاتړ کې مهم رول لوبولی، نور نشته او طالبان اوس د امریکا مخالفینو «روسیې او چین» ته نږدې شوي دي لکه څنګه چې مسکو د افغان سفارت یوه برخه طالبانو ته سپارلې ده.

په دې نهو میاشتو کې؛ یوه غمجنه ناهیلۍد خلکو پر ژوند حاکمه شوې. له یوې خوا ښځې چې غواړي د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې وساتي او هغه ځوانان چې له هېواده د تېښتې فکر کوي. له بلې خوا، هغه واکمنان چې فکر کوي په زور سره د حکومت واک تر لاسه کړی، د خلکو د رضایت لاس ته راوړلو ته اړتیا نلري.

برسېره پر دې، رسنۍ او خبریالان یو جدي داخلي ننګونه ګڼل کیږي او داسي ښکاري هر هغه ژورنالیست چې له طالبانو سره اختلاف لري، د دښمنۍ په سترګه ورته کتل کیږي.
خو اصلي پوښتنه دا ده چې ایا طالبان په سمه لار روان دي؟

ایا د لوږې ننګونه به طالبان په ګونډو کړي؟ او آیا د طالبانو د ازمويني موسم پای ته رسیدلی دی؟

هغه پوښتني چي وخت به هغه ته ځواب ووايي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ