د طالبانو د امر بالمعروف وزیر: زموږ څلوېښت کلن جهاد د الهي نظام د حاکمیت لپاره وو

لخوا Aamaj News

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت سرپرست، شیخ خالد حنفي نن په کابل کي په هیواد کي د ښځو د حجاب په اړه د نوی حکم د شریکولو په موخه یوه غونډه کي وویل چي د دوی شل کلنه جهادي مبارزه الهي نظام د حاکميت لپاره وه.

د طالبانو په نوي فرمان کې راغلي: «په لومړي قدم کي د بې حجابي ښځي کور معلوم شي او د هغې ولي ته دي توصيه او سزا ورکړل شي.»

په دغه حکم کي دا هم راغلی: «په دوهم ګام کې بايد د هغې ولي اړوند رياست ته احضار شي او په درېيم ګام کې د هغه ولي د درېيو ورځو لپاره بندي شي. په څلورم ګام کې به د هغې ولي محاکمو ته وسپارل شي څو په مناسبه سزا محکوم کړل شي.»

په دغه حکم کې ذکر شوی هغي ښځي چي په دولتي ادارو کې کار کوي او حجاب نه ساتي باید له دندو ګوښه شي.

همدارنګه د طالبانو په دغه نوي حکم کي د حجاب د وضعیت د څېړلو لپاره یو پلاوی هم ټاکل شوی دی.

د طالبانو د پلاوي سرپرست شیخ محمد خالد حنفي، مولوي عبدالحکیم حقاني، مولوي نور محمد ثاقب، مولوي شهاب الدین دلاور، مولوي فرید الدین محمود، مولوي نورالله منیر او مولوي نورالحق انور يې غړي دي.

د طالبانو په دغه نوي حکم کښې د رسنیو او منبرونو لپاره هم دندي په نظر کي نیول شوي څو د رسنیو او منبرونو له لارې د حجاب حکم، اهمیت، ګټې د حجاب او د بې حجابۍ زیانونه بیان کړي.

دا په داسي حال کي چي پر افغانستان باندي د طالبانو تر  واک لاسته راوړو وروسته، د شځو په وړاندي په ټولنه، کار او زده کړو کي ډېر محدودیتونه لګول شوي دي چې پراخ ملي او نړیوال غبرګونونه یې راپارولي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ