طالبان: د افغانستان له خاوری پر ازبکستان یرغل ندی شوی

لخوا Aamaj News

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (سه شنبه، وري 30) په خپل ټوېټر کی د افغانستان له خاوری د ازبکستان ترمذ ښار باندی د توغندیو توغول رد کړی او هغه یې آوازې وبلل.

هغه ډاډ ورکړ چې د دواړو هیوادونو پر پولو وضعیت عادي او د هيڅ ډول اندېښنې ځای ندی.

ښاغلي بلخي زیاته کړه، افغانستان د یوه مسوول دولت په توګه پر خپلو ژمنو پر ټینګار‌‌‌, یو ځل بیا خپلو ټولو ګاونډیانو ته ډاډ ورکړي، چې د افغانستان پوله ساتي ځواکونه د افغانستان پولې له نږدې څاري او هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چې امنیت ګډوډ کړي.

دا په داسی حال کی ده چی تېره ورځ د ترمذ پر پولییز ښار د توغندیز برید وروسته د داعش خراسان ډله د یادي پېښي پړه و منله.

دغه ډله د یو انځوریز ویډیو په خپرولو سره ادعا کړې وه چی دغه برید دافغانستان د حیرتان پولییز ښار څخه شوی دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ