د پخواني حکومت والي محمد حلیم فدايي وايي؛ چې د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخندزاده څلور کاله وړاندې وژل شوی او په شمالي وزیرستان کې خاورو ته سپارل شوی.
هغه په ټویټ کې لیکلي: “د سیمې استخبارات هڅه کوي چې د هغه په نوم بل څوک وپیژني، او د داسې یو کس د نیولو چارې روانې دي.”
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د طالبانو د مشر د وژل کېدو په اړه ډېر خبرونه خپاره شوي وو. هغه موضوع چې طالب ویاندویانو په پرله پسې توګه رد کړې.
ملا هبت الله په ۲۰۱۶ کال کې د اختر منصور تر وژل کېدو وروسته د طالبانو مشري پر غاړه واخیسته.