د طالبانو رهبر ملا هیبت الله په یو نوي فرمان کې چی نن ورځې وروسته د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د تریاکو کښت او تولید منع اعلان کړ. په دې فرمان کې راغلي، چې که څوک سر غړونه وکړي، کښتونه یې له منځه ځي له سرغړونکي سره به د شرع سره سم چلند کېږي.
د طالبانو د رهبر په فرمان کې ویل شوي؛ چې د نشه یي توکو ټولو ډولونو (تریاک، هیروئین، شیشه، شراب، تابلیت کا او چرس) صادرات، واردات او قاچاق منع دي او په افغانستان کې د چرسو په ګډون د هېڅ نشه یي توکي تولید کارځای او پروسس ځای فعاله نه شي پاتې کېدی.
په دې فرمان کې یادونه شوې؛ چې د یاد فرمان عملي کول حتمي او لازمي دي، او که څوک له دې فرمان سرغړونه وکړي، عدلي او قضایي پلټنو لاندې به راشي او سزا به ورکړل شي.
افغانستان د نړۍ د تریاکو تر ټولو لوی تولید کوونکی دی. د طالبانو تر څنګ په تېرو شل کالونو کې د سیمې استخباراتو او قاچاقي شبکو له دې ګټورې سوداګرۍ څخه ګټه پورته کړې.
ملګرو ملتونو تېر کال په افغانستان کې د نشه یي توکو ناخالص ارزښت د یو میلیارد او ۸۰۰ میلیونه او یو میلیارد او ۷۰۰ میلیونو ډالرو ترمنځ تخمین کړی و.
د جرایمو او نشه یي توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې په خپل نوي راپور کې لیکلي؛ چې افغانستان کې د نشه یي توکو کار او بار اوس هم یو لوی ناقانونه اقتصادي فعالیت دی.