د طالبانو په منځ کې درځ؛ آيا طالبان په دوه ډلو وېشل شوي؟

لخوا Aamaj News

په افغانستان کې د طالبانو دویم ځل واک ته رسېدو وروسته، د طالبانو حکومت په لومړیو ورځو کې د طالبانو د رهبرۍ په کچه د دوه ډلو کېدو خبرې او راپورونه خپاره شول.

د طالبانو وتلې څېره او له امریکایانو سره د دوی د مرکچې پلاوي پخوانی رئیس شیر محمد عباس ستانکزی، په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو د درې میاشتو له پوره کېدو سره، له دوحې څخه کابل ته لاړ. ستانکزی په وروستو کالونو کې د طالبانود خبرو اتورو له وتلو څېرو او په ۱۹۹۴م کال کې د یادې ډلې له جوړښت څخه را پدېخوا یې له بهرنیو هېوادونو سره د یادې ډلې د اړیکو جوړولو کې مهم رول درلود.

ستانکزی په ۱۹۹۶م کال کې د طالبانو لومړي ځل دولت د جوړېدو پر وخت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال و او هغه وخت یې یو ځل د امریکا متحده ایالاتو ته هم سفر وکړ او هڅه یې وکړه چې د امریکا د دوی دولت په رسمت پېژندلو لپاره باورمنه کړي.

د دویم ځل لپاره د طالبانو له واک ته رسېدو سره د طالبانو کابینه د ( افغانستان اسلامي امارت دولت) تر نوم لاندې اعلان شوه. د طالبانو د رهبرانو د نومونو په لړ کې د عباس ستانکزي نوم د بهرنیو چارو وزیر په توګه اعلان شو؛ هغه مقام چې ۲۵ کاله پخوا یې هم درلود. د رسنیو او کارپوهانو د لید خلاف، ملا برادر هم چې د طالبانو راتلونکي دولت د صدراعظم په توګه ورڅخه یادونه کېده، یو څه کم ارزښته مقام سره د لومړي وزیر مرستیال شو.

د طالبانو کابینې له اعلان وروسته، ملا برادر کابل کې د وزیرانو شورا د پرېکړو په غونډو کې نه لیدل کېدو او له حقاني شبکې سره د نوموړي د اختلافونو پر بنسټ د راپورونو له خپرېدو وروسته په کندهار کې را ښکاره شو او ویې ویل: «موږ سره اختلاف نه لرو؛ بلکې د یوې کورنۍ د غړو په څېر یو بل سره شفقت او مهرباني لرو.»

شیرمحمد عباس ستانکزی چې تېرې درې میاشتې یې په دوحه او دُبۍ کې تېرې کړې دي، نوموړی هم له بهرنیو ډيپلوماټانو سره د طالبانو سیاسي هیئت په غونډو او ناستو کې کم ولیدل شو او په بهرنیو چارو وزارت کې له څو محدودو ننداره ییزو ناستو څخه، څو میاشتې کېږي چې نه ښکاري. دا د طالبانو حکومت دوه ډله کېدو له مهمو برخو شمېرل کېږي.

خو داسې برېښي چې د سراج الدین حقاني په رهبرۍ د حقاني شبکه د نظام رهبرۍ (امیرالمومنین) او د حکومت رهبرۍ ( صدراعظمۍ) څخه یوه غواړي خو کندهاریان د ملا عبدالغني برادر په رهبرۍ دواړه.

په ورته وخت کې، دا پېښې د دې تر څنګ چې واک په جوړښت کې د طالبانو سیاسي غړو ترمنځ د انزوا ښکارندوی دی، د طالب رهبرانو ترمنځ د ژور درځ ښکارندویي هم کړي.

طالبان واک ته رسېدو وروسته د خپلو (شمال فاتحانو) د لاسونو لنډولو په لټه کې هم شوي، خپل لوړپوړی قومندان مخدوم عالم یې ونیولو او خپل دوه نور جګړه ییز لوړپوړي قومندانان یې عطاالله عمري او صلاح الدین ایوبي يې په کابل کې په تشریفاتي مقامونو وګمارل. د دې ټولو سربېره، سرچینې آماج ته وایي؛ چې د اوزبېک قومندانانو د نیولو په لړ کې، د طالبانو دفاع وزارت رهبري غواړي د دشت قلعه ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال عبدالقادر، د چاه آب او معویز ولسوال اسماعیل فاروقي، د آی خانم بندر مسوول او د دشت قلعه ولسوال هم ونیسي.

یوې سرچینې په دې اړه آماج ته وویل؛ چې پښتانه طالبان غواړي په تخار کې له ازبیکانو څخه ټول واک واخلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ