طالبان په چین کې: په افغانستان کې د مس عینک پروژې په لار اچولو لپاره ټول شرایط پوره شوي

لخوا Aamaj News

د طالبانو حکومت د کانونو او پترولیم وزیر شهاب الدین دلاور په چین کې د مس عینک قراردادي شرکت له استازو سره لیدلي.

دلاور په یاده لیدنه کې ویلي؛ چې په افغانستان کې د مس عینک پروژې په لار اچولو لپاره ټول شرایط پوره شوي.

نوموړي ټینګار کړی چې د یادې پروژې چارې باید ژر تر ژره پیل شي.

بل پلو په یاده ناسته کې د (MCC) کمپنۍ استازو د طالبانو له حکومت غوښتي؛ چې په افغانستان کې د چیني پانګوالو د پانګونې لپاره یو میکانیزم جوړ کړي.

له دې وړاندې د افغانستان کانونو د راوېستلو لپاره چینایانو د هیله مندۍ په اړه ځینې راپورونه هم خپاره شوي وو.

اړوند لیکنې