د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت خپلو ځواکونو ته امر کړی؛ چې په ټول ښار کې له څټک سرعت او دهارنډ غږونو څخه ډډه وکړي، ځکه چې دا د هیوادوالو ذهنیت اوآرامتیا ته زیان رسوي.
یاد وزارت خبرداری ورکړی چې که دوی د دې حکم څخه سرغړونه وکړي نو قانوني چلند به ورسره وشي.
وزارت د روغتون امبولانسونو ته هم خبرداری ورکړی؛ که چیرې دوی ناروغ کوم ځای نه لیږدوي نو په ښار کې باید د دوي هارن بند شي او د غیر اړین هارنونو مخه ونیسي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد اوسېدونکو د موټرونو له ډېر سرعت او د هارنونو د لوړ آواز څخه شکايت درلود.
په دې وروستیو کې د طالبانو یو رینجر موټر د کابل په لویدیځ کې یو کس تر موټر لاندې کړ او ویې وژلو.