ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړي؛ چې د طالبانو کسانو د روان کال د جنوري میاشت کې پر اتو ښځینه بندیانو په مزار شریف کې ډله ییز جنسي تیری کړی.
د راپور له مخې؛ په هغو ښځو چې جنسي تېری شوی، د هغې ښځو له ډلې وې چې غوښتل یې له افغانستان څخه وتښتي؛ خو د طالبانو له خوا نيول شوي وي.
په راپور کې یادونه شوې؛ هغه ښځې چې د طالبانو له ډله ییز جنسي تیري څخه ژوندي پاتې شوې دي، له خوشې کیدو وروسته د خپلو کورنیو له خوا د (عزت) په نوم وژل شوې دي. او یو شمیر یې لا هم ورکې دي. په راپور کې له لیکوال څخه په نقل قول لیکل شوي چې طالبان د ورته پېښو ترسره کېدل نه مني.
دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، ډېری ښوونځي د نجونو پر مخ تړل شوي دي. که څه هم پوهنتونونه خلاص دي؛ مګر له خورا سختو محدودیتونو سره مخ دی.
په راپور کې راغلي چې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د یوه منتخب حکومت د رامنځته کولو لپاره دوه لسیزې په خپلو وینو او شتمنیو هڅه وکړه. خو طالبانو دا ټول په یوه ورځ کې له منځه یووړل او رسنیو په څو اونیو کې دا ټولې پیښې له خپلې دایرې وېستلې دي.
په هیواد کې د طالبانو د حکومت په رامنځته کېدو سره ښځې له محدودیتونو سره مخامخ شوې دي. طالبانو په لومړیو ورځو کې د ښځو چارو وزارت له لرې کړ او پر ځای یې د امر بالمعروف او نهیې عن المنکر وزارت جوړ کړ.
د جمهوریت له پرځېدو سره، ښځې د کار، تعلیم او ازادۍ د حق لپاره سړکونو ته راووتلې او لاریونونه یې وکړل، خو یو شمیر یې د طالبانو له خوا توقیف او د سپکاوي سره مخ شوې.
یو شمېر لاریون کوونکو ښځو دا هم ویلي و؛ چې د طالبانو له خوا دوی ته “فاحشې” ویل کېدې.