د طالبانو کابینه: په دولتي موټرو کې د طالب مشرانو د عکسونو لګول په «مطلق» ډول منع دي

لخوا Aamaj News

د طالبانو کابینې د مختلفو افغان شخصیتونو د راستنېدو لپاره یو ځانګړی کمیسیون جوړ کړ.

د طالبانو د چارو ادارې له خبر پاڼې څخه په نقل قول، دغه کمیسیون د (د راستنیدو او اړیکو کمیسیون) تر نوم لاندې جوړ شوی او مشري یې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مولوي شهاب الدین دلاور کوي.

د طالبانو د کابینې غونډه کې همداشان پرېکړه وشوه؛ چې په دولتي موټرو کې د مشرانو د عکسونو لګول په “مطلق” ډول منع دي.

د طالبانو د چارو ادارې له خبرپاڼې څخه په نقل قول، د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او استخباراتو ته دنده سپارل شوې چې تر څو د یادې جړنې له کړلو څخه د دوی تر ولکې لاندې د ځواکونو مخنیوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې د پخواني حکومت ډېری چارواکي له افغانستانه تښتېدلي. تر دې مخکې طالبانو په څو ځلې له پخوانیو چارواکو غوښتي وو؛ چې هېواد ته راستانه شي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ