د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهیي عن المنکر وزارت د نورو په پرتله تل د ژبو پر سر دی؛ دا بیا هم له یو نوي فرمان سره د ژبو پر سر شوی.
د طالبانو امر بالمعروف او نهیې عن المنکر وزارت په یو نوي فرمان کې د کابل ښار عمومي سلمانیو او حمامونو ته ویلي: “له دې وروسته باید د حمامونو دروازې د ښځو پر مخ وتړل شي او حمامونو ته د ښځو تګ منع دی، هېڅ سلماني د غربیانو په څېر د خلکو وېښتو جوړولو او ږيرې خرېیلو حق نه لري.”
له عمومي حمامونو ګټه اخیستنه یوه پخوانۍ کړنه ده، چې د ډېری خلکو “ښځو او نارینه” لپاره په ژمي کې د ګرم حمام یوازینۍ لاره ده.
خو له نویو فرمانونو سره داسې برېښي؛ چې ښځې په خپل ټولنیز ژوند کې له ډېرو بندیزونو سره مخ شوې دي.
په دغه فرمان کې همداشان راغلي چې حمام ته د تګ پرمهال د سپین ږیرو او ځوانانو عورت د نوم له غوټۍ ښکته تر زنګنونو پورې پټ وي.
د کابل ښار خیرخانې سیمې یو سلمان نسیم نسیمي له آماج سره په خبرو کې وویل: “د دوکان پر ښيښه باندې مې د یاد فرمان ځړول د دې لامل شول چې ځوانان نور د خپلې خوښې وړ سټایل څخه حتا خبرې هم ونه کړي.”
په کابل ښار کې بل سلمان عزتالله وایي: “کله چې پېرودونکی راته د غربي وېښتو جوړولو وایي؛ په ډېره وېرې سره یې وېښته اصلاح کوم چې هسې نه له یاد وزارت څخه کوم هیئت دوکان ته دننه شي او راته کوم سرخوږی جوړ کړي.”
خالد، هغه ځوان چې ۲۰ کاله عمر لري، له خرمایي رنګه وېښتو سره په سلمانۍ کې ناست و او په دې اړه یې وویل: “عجیبه ده، موږ لا هم د څو لسیزو له وروسته پاتې کلتور نه یو وتلي او اوس هم د خلکو په وېښتو پسې یو، چې څنګه ووسي او څنګه ونه ووسي.”
د طالبانو امر بالمعروف وزارت په لومړۍ او دویمه دوره کې هم تر ټولو ډېر ټینګار د ځوانانو او پېغلو په ظاهر “ږېره، جامو، حجاب او سینګار” باندې دی. هغه ټينګار چې له نیوکو سره هم مل دی او ځوانانو دا تګ لاره نه اسلامي بللې او نه هم کلتوري.