کور په کور پلټنو د دوام په وړاندې غبرګونونه؛ سعیدي: طالبان دې د سختو ورځو تمه ولري، انتقام اخیستنې به ډېرې سختې وي

لخوا Aamaj News

د طالبانو له لوري د کور په کور پلټنو په وړاندې د غبرګونونو په دوام، سیاسي شنونکي او د پوهنتون استاد احمد سعیدي یو پیغام کې لیکلي: “له شک پرته که له کور په کور پلټنو څخه د موخه وسلې او مهمات او د افغانستان خلکو ارامښت وي، ستونزه نشته. خو داسې برېښې چې له دې پلټلو څخه موخه د افغانستان خلکو سپکاوی دی.”

سعیدي یوه پړښتنه کې له طالبانو پوښتلي: “تاسې چې ځانونه مسلمانان او حکومت مو اسلامي امارت بولی، آیا یو نامحرم ته اجازه ورکوی، چې له خاورو ډکو بوټونو سره ستاسې خصوصي حریم ته دننه شي او یو سړی ستاشې د خور، مور یا مېرمنې بکس یا دسکول پرانېزي په جامو یې لاس ووهي او بیایې ټک وهي او بیا وروسته ستاسې د کورنۍ غړي سپک کړي او له کوره بهر شي؟”

د پوهنتون دغه استاد د طالبانو له دې کړنې څخه په نیوکې سره وایي؛ که د خدای په لاره کې جهاد، ناموس ساتنه او اسلامي امارت همدا وي، له داسې جهاد او اسلامي امارت بېزار یم.

نوموړي زیاته کړې: “زما په اند ورته پایله نه سنجونکې پرېکړې تاسې او خلک د احساساتو په ګروګان نیولو او ستاسې په وړاندې د خلکو عقدې د پخوا په پرتله لازیاتوي.”

نوموړي په پای کې لیکلي: “د دې وضعیت په دوام سره؛ تاسې هم د سختو ورځو تمه ولری، انتقام اخیستنې به ډېرې سختې وي.”

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي؛ چې طالبانو له څو ورځو راپدیخوا کابل او شمالي ولایتونو کې کور په کور پلټنې پیل کړې دي او د طالبانو دې کړنې سخت کورني او بهرني غبرګونونه له ځان سره درلودل.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ