طالبانو یو ایرانی کس په هرات کې د انسان‌تښتوونکو له منګولو وژغورلو

لخوا Aamaj News

باختر دولتي خبري آژانس نن (دوشنبه، د کب ۹مه) راپور ورکړی؛ چې د طالب استخباراتي ځواکونو هرات ولایت کې یو ایرانی کس د انسان‌تښتوونکو له منګولو ژغورلی.

دغه خبري آژانس هرات کې له چارواکو په نقل قول لیکلي؛ چې دا ایرانی کس څو ورځې وړاندې د هرات اسلام قلعې له پولې تښتول شوی و.

په دې راپور کې راغلي؛ چې آزاد شوی کس، هرات کې د ایران قونسل‌ګرۍ ته سپارل شوی.

د یادونې وړ ده؛ چې د یادې پېښې په تړاو یو کس نیول شوی هم دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ