کور په کور پلټنې؛ د طالبانو کورنیو چارو وزارت: د کابل ښاریانو د خوندیتوب لپاره تصفیوي عملیات دوام لري

لخوا Aamaj News

په کابل او ولایتونو کې د څېړنو په اړه د غبرګونونو له پراخېدو وروسته، د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل ښاریانو د امنیت او خوندیتوب لپاره د هرې سیمې د جومات امام او د ګذر وکیل په شتون کې تصفیوي عملیات دوام لري.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ګذر وکیل او د جومات د امام له شتون پرته دوی پلټنو ته نه ځي. په خبرپاڼه کې راغلي: “که ستاسې کورونو ته د (مجاهدینو) په نوم د ګذر وکیل او د جومات له امام پرته څوک درغلل، ژر تر ژره د کورنیو چارو وزارت له شمېرو سره اړیکه ونیسئ.”

همداشان کورنیو چارو وزارت له کابل ښاریانو غوښتي؛ که چېرې دوی ناقانونه وسلې ولري د یاد وزارت د اړیکو شمېرو سره دې اړیکه ونیسي او خپلې وسلې دې تسلیم کړي.

دا په داسې حال کې ده چې کور په کور پلټنې له دوه ورځو راپدېخوا کابل ښار او کاپیسا، پروان او پنجشیر ولایتونو کې دوام لري او دا کړنه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې.

په یادو ولایتونو کې مخالفین د صلاحیت لرونکې محکمې له حکم پرته ورته کړنه غیر اسلامي او غیر اخلاقي بولي او هغه د توکمیزې انګېزې پر بنسټ بولي. خو طالبانو د دې کړنې موخه د جرمینو نیول بولي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

psilocybin mushrooms legal states​ December 6, 2023 - 4:14 pm

… [Trackback]

[…] Here you can find 68298 more Info to that Topic: aamajnews24.com/ps/taliban-206/ […]

ځواب

یو نظر پریږدئ