د طالبانو لخوا کور په کور پلټنې؛ پخواني پوځیان د کورونو پرېښودو په هڅه کې دي

لخوا جمشید وکیلی

په پنجشیر، کاپیسا، پروان او د کابل خیرخانه سیمه کې د طالبانو لخوا د کور په کور پلټنو له پیل وروسته سرچینې آماج ته وایي؛ چې پخواني پوځیان د خپلو کورونو د پرېښودو په هڅه کې دي. سرچینې زیاتوي؛ چې طالبانو یوازې د کورونو په پلټلو بسنه نه ده کړې، بلکې له دوی په زور وسلې غواړي او پخواني پوځیان له ځان سره بیایي.

یو وګړي آماج ته وویل: “طالبانو د کابل ښار دولسمې امنیتي حوزې اړوند شینه کلي کې؛ کور په کور پلټنې پیل کړي دي. خلک ځوروي او له دوی وسلې غواړي. همداشان هغه کسان چې دولت کې یې پوځي دندې درلودې له ځان سره یې بیایي.”

بله سرچینه بیا داسې زیاتوي: “زما ورور پوځي و، خو د پلټنې پر وخت کور کې نه و. طالبانو مې سپین ږيری پلار وځورولو تر څو وسله ورکړي خو له دې امله چې وسله مو نه درلوده؛ زموږ د کورنۍ سپکاوی یې وکړ.”

د یاد سیمو یو شمېر اوسېدونکي په دې ډول د طالبانو پلټنې سپکاوی بولي.

د کاپیسا یو بل اوسېدونکی چې خپله هم د کور پرېښودلو ته اړ شوی، آماج ته وایي چې “د کاپیسا لومړۍ حصه کې د کورونو پلټنه دوام لري. ټول پخواني پوځیان د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي. طالبان هر هغه څوک چې له پخواني دولت کې پوځیان و له ځان سره وړي. نوموړی زیاتوي: “زه نن سهار د کاپیسا لومړۍ حصه کې د کولالانو بازار ته تللی وم ومې لیدل چې خلک ډېر خواشیني و. ټولو پوځیانو او هغه کسان چې د خلکو تر منځ مخورو د طالبانو د ځورولو او تلاشۍ له وېرې خپل کورونه پرېیېښي.”

د سیمې د اوسېدونکو څخه په نقل قول، طالبان غواړي له مقاومت جبهې څخه د پخوانیو پوځیانو د ملاتړ په ګومان دوی ونیسي او وځپي.

خو د طالبانو ویاند، ذبیح‌الله مجاهد د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره وایي؛ چې د کابل او نږدې ولایتونو کې د غلو، انسان تښتوونکو او شرور کسانو د له منځه وړلو په موخه پراخ تصفیوي عملیات پیل شوي.

مجاهد ټینګار کړي؛ چې د یادو عملیاتو په لړ کې هېڅ ملکي وکړي ته زیان نه رسي، ټول احتیاطي چمتوالي نیول شوي او له خلکو سره به ښه چلند کېږي.

په داسې حال کې چې طالب چارواکي په دې تلاشیو کې ملکي وګړو ته د هئڅ ډول زیان نه رسېدو څخه ډاډ ورکوي، خو ښاریان له دې څخه چې طالبانو یې خصوصي حریم نقض کړی؛ شکایت لري.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي، چې د پسرلي موسم په رارسېدو سره د هېواد په شمال او شمال ختیځ کې د ناامنیو د لمنې له پراخېدو څخه اندېښنه ډېره شوې او مقاومت جبهې هم د پسرلي جګړو ته له چمتوالي خبرې کړې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ