د طالبانو لوړپوړي غړي انس حقاني نن (سه شنبه، د کب درېیمه) په خوست ولایت کې یوې ناستې ته ویلي؛ چې تېرو شل کالونو کې دې فکر شتون درلود چې طالبان “ترهګر او وحشي” دي؛ خو اوس دا اند له منځه تللی.
د طالبانو دغه جګپوړي غړي په خپلو خبرو کې وويل چې په افغانستان کې بهرنيو سفارتونو خپل فعاليت پيل کړی او کابل له بهرنيو سفارتونو ډک دى او د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د طالبانو سفارتونه هم پرانيستل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې؛ چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو بهیر په خاموشۍ سره دوام لري.
نوموړي د طالبانو له کسانو غوښتي؛ چې عمومي عفوه مراعات کړي. او له غچ اخیستلو څخه لاس واخلي.
حقاني دغه راز خلکو ته ډاډ ورکړ، چې که په خپل کلي او قوم کې کومه ستونزه لري، کولای شي د حل په موخه يې مسوولينو ته مراجعه وکړي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې د طالبانو د واکمنۍ له رامنځته کې راهیسې هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.
د انس حقاني دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي؛ چې د هېواد ډېری اوسېدونکي په دې باور دي چې طالبان نه دي بدل شوي.