د طالبانو د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران په خپله ټویټر پاڼه لیکلي؛ چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدین حقاني امر کړی، چې د دندې پر مهال له ټولو مراجعینو سره د شریعت د قانون له مخې ښه چلند وکړی.
د حقاني په وینا؛ د جنایي پېښو د تعقیب پر مهال له ځورولو او سپکاوي مخنیوی وکړی.
حقاني زیاته کوې؛ چې د محکمې له حکم پرته په فردي حقوقي موضاتو کې باید لاسوهنه ونه شي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړې؛ چې د ګزمې پر مهال هېڅوک پر چا د ډزو حق نه لري.
سراجالدین حقاني په وروستیو کې ویلي؛ هغه کسان چې له دې څیزونو سرغړونه وکړي، پوځي محکمې ته به سپارل کېږي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې خلک په امنیتي څېړن ځایونو کې د طالب ځواکونو له چلند څخه شکایت کړي او همداشان په وروستیو کې یو روغتیاپال د کابل ښار یو امنیتي څېړن ځای کې د طالب ځواکونو د ډزو له امله ژوند له لاسه ورکړ.