د طالبانو امر بالمعروف وزیر: د تاریخ په اوږدو کې هېچا زموږ په کچه ځانوژونکي بریدونه نه دي کړي

لخوا Aamaj News

په هغه ویډيو کې چې نن (دوشنبه، د کب دویمه) د طالبانو حکومت د ځينو ویاندویانو لخوا خپره شوې، د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي وايي؛ چې د تاریخ په اوږدو کې هېڅ کس او یا ډلې د طالبانو په کچه ځانوژونکي بریدونه نه دي ترسره کړي.

حفني ویلي: “د دغې ډلې شل کلن جهاد د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د پلې کولو لپاره و.”

خالد حنفي زیاته کړې: “زموږ شل کاله مبارزه د څه لپاره وه؟ د دې لپاره وه چې اسلامي نظام حاکم شي او د تاریخ په اوږدو کې په دې کچه ځانوژونکي بریدونه نه دي شوي. اسلامي نظام څه وخت حاکم کېږي، کله چې له منکراتو مخنیوی وشي.”

په ورته وخت کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست ویلي؛ چې د دوی شل کاله جګړه او ځانوژونکي بریدونه د دوه مهمو موخو لپاره ترسره شوي؛ لومړی د اشغال پای، دویم د غوښتنو پر بنسټ د اسلامي نظام جوړول.

نوموړي ټينګار کړی؛ چې طالب ځواکونه نه باید له خلکو سره بد چلند وکړي، ځکه دا د طالبانو د نظام په وړاندې د خلکو د کرکې لامل کېږي.

د حنفي دا خبرې په داسې حال کې کېږي؛ چې طالبانو د افغانستان پخوانیو حکومتونو سره د خپلو شل کلنو جګړو په لړ کې خورا ډېر ځانوژونکي بریدونه ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ډېری ښاریان او یو شمېر دیني عالمان په دې اند دي، چې له اسلامي شریعت او دیني بحث څخه د طالبانو اخذ په بشپړ ډول ناسم دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ