د طالبانو صدراعظم سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر د اوزبیکستان ولسمشر له ځانګړي استازي سره په سپېدار ماڼۍ کې لیدلي.
د طالبانو مرستیال ویاند، احمدالله وثیق وایي؛ چې یاده لیدنه کې مولوي عبدالکبیر ویلي «د رسمیت پېژندلو لپاره، موږ ټول شرطونه پوره کړي.»
د طالبانو صدراعظم سیاسي مرستیال همدا شان ویلي چې نړیوال باید بې له کوم قید او شرط څخه له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي او ټولې ستونزې باید د خبرو اترو له لارې حل شي.
1 تبصره
… [Trackback]
[…] Find More to that Topic: aamajnews24.com/ps/taliban-19/ […]