د افغان ولسمشر اشرف غني د دفتر مشر او د سولې لپاره د حکومت پخوانی وزیر سلام رحیمي کابل ته راغلی او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر یې هرکلی کړی دی.
ښاغلي رحیمي د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت له سرپرست امیرخان متقي، د امر بالمعروف و نهی از منکر وزارت له سرپرست شیخ محمد خالد حنفي او د طالبانو له جګپوړي غړي انس حقاني سره وکتل.
خو دا په داسې حال کې ده؛ چې د اشرف غني د حکومت له نسکورېدو وروسته د پخواني حکومت یو زیات شمېر چارواکي بهر ته وتښتېدلي.
دا د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان وروسته دویم لوړپوړی چارواکی دی چې هېواد ته راستنېږي.