د طالبانو امر بالمعروف وزیر: ځینې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر له نوم سره حساسیت لري

لخوا Aamaj News

د طالبانو امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزیر، شیخ خالد حنفي وايي چې پردیو په دې کچه د امر بالمعروف په وړاندې منفي تبلیغات کړي، چې اوس ځینې یې له نوم سره حساسیت لري.

شیخ خالد د ښځو حقونو په اړه هم خبرې کړې دي او وايي چې د لوڅ والي لپاره چیغې وهل او “حجاب ته اور اچول” د ښځو حقونه نه دي. نوموړی زیاتوي چې طالبان د ښځو مشروع حقونو ته ژمن دي.

د طالبان امر بالمعروف وزیر څرګندوي، چې راځئ دین یوزاې په جومات پوري محدود نه کړو، بلکې دینې کړنلارې د ژوند په ټول چارو کې رعایت کړو.

شیخ خالد همداشان زیاته کړه: “موږ د یو مسلمان ملت په توګه اسلامي ارزښتونو ته ژمن او وفادار یو، نو راځئ چې د نوي نسل د اصلاح لپاره له یو بل سره همکاري وکړو.”

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزیر څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ځینې اسلام پوهانو د طالبانو په حکومت کې د حجاب د روښانه تعریف له نشتون څخه نیوکه کړې او وایي چې چادري په هېڅ ډول اسلامي حجاب او حتی کلتوري پوښښ نه دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ