د طالبانو د کورنیو چارو وزارت: په میربچه کوټ ولسوالۍ کې وژل شوی کس بې‌ګناه نه و

لخوا Aamaj News

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن (سه شنبه، د سلواغې ۱۹مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي چې تېره ورځ د ځانګړو ځواکونو یوې ډلې د کابل میربچه کوټ ولسوالۍ کې د شورشیان پر ضد یو لړ عملیات کړي چې په پایله کې یې درې کسان نیول شوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په وینا؛ کله چې یو له دغه درې ځوانانو غوښتل وتښتي، د طالب ځواکونو له لوري ووژل شو.

کورنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې زیاته کړې چې وژل شوی کس بې‌ګناه نه و.

په دې اعلامیه کې راغلي: “شواهد شته چې نیول شویو کسانو په ځینو شرارتونو او امنیتي پېښو کې لاس درلود.”

دا په داسې حال کې ده چې، تېره ورځ د کابل میربچه کوټ ولسوالۍ په سرای خواجه سیمه کې د یو کس د وژل کېدو له امله د کابل یو شمېر اوسېدونکو لاریونونه پیل کړل او د طالب په وړاندې یې شعارونه ورکړل.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ