د طالبانو دفاع وزارت: د تېر حکومت پینځه کسه پیلوټان بېرته خپلو دندو ته راوګرځېدل

لخوا Aamaj News

د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي چې د هوايي ځواک پينځه کسه پېلوټان چې په وروستیو میاشتو کې له هېواده بهر تښتېدلي و، خپلو دندو ته راوګرځېدل.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې زیاته کړې؛ چې دوی د طالبانو له بریا وروسته او د حکومت رسمی چارو له پیل سره او طالب مسولینو په هڅونې سره هېواد او خپلو دندو ته راګرځېدلي.

د یاد وزارت په وینا؛ هېواد ته د دفاع وزارت ټولو مسلکي پرسونل او کادرونو د راګرځېدو لپاره هڅې راونې دي.

د طالبانو دفاع وزارت اعلامیه کې د یادو پيلوټانو انځورونه هم خپاره شوي چې د دفاع وزارت سرپرست، یعقوب مجاهد په څنګ کې ليدل کېږي، خو څېرې یې پټې شوې دي.

د طالبانو دفاع وزارت په دې اړه چې دا پیلوټان له کوم ځای څخه افغانستان ته راګرځېدلي، څه نه دی ویلي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د پخواني حکومت له سقوط سره، د هېواد ځينې پیلوټان له هېواد څخه بهر ته تښتېدلي و.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ