متقي: نړیوال رسمیت پېژندلو ته نږدې شوي یو

لخوا Aamaj News

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي د فرانسې خبري آژانس سره خبرو کې ویلي؛ چې طالبان نړیوالې رسمیت پېژندنې ته نږدې شوي دي، خو نوموړي زیاته کړې چې که هر امتیاز ورکول کېږي د دوی په شرایطو به وي.

همداشان په دې خبرو اترو کې متقي له امریکایي چارواکو غوښتي، چې د افغانستان شتمنۍ آزادې کړي چې د نوموړي په وینا انساني ناورین حل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ویلي “دا زموږ حق دی، د افغانانو حق دی، موږ خپلو سیاسي هڅو او مبارزو ته دوام ورکوو تر څو خپل حق ته ورسېږي.”

مولوي متقي په دې خبرو اترو کې زیاته کړې؛ چې نړیواله ټولنه غواړي له دوی سره تعامل ولري. نوموړي څرګنده کړې؛ چې دې برخه کې یې ښې لاسته راوړنې هم درلودې. د طالبانو بهرنیو چارو وزیر ویلي “هیله لرو تر څو په هېواد کې د ځینو اروپایي او لویدیځو هېوادونو سفارت خونې هم پرانیستل شي.”

متقي په دې خبرو اترو کې د بشر حقونو اړوند مسایلو باندې هم خبرې کړي او ویلي یې دي هغه څه چې دوی ترسره کوي، د افغانستان لپاره یې ترسره کوي، نه د چا تر فشار لاندې. نوموړي ټینګار کړی چې “موږ د خپلې پالیسۍ او پروګرام سره سم حرکت کړو.”

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي؛ چې د فرانسې خبري آژانس په باور، تندروو په زور سره د ښځو لاریونونه پاشلي، نقد کوونکي یې نیولي او هغه افغان خبریالان چې د نظام ضد لاریونونو خبرونه یې جوړول، وهلي او ټکولي. هغه څه چې متقي یې نه مني ” تر اوسه مو هغه کسان نه دي نیولي چې د حکومت یا د نظام د آیډئولوژۍ مخالف وي او چاته مو زیان نه دی رسولی.”

امیرخان متقي په داسې حال کې دا خبرې کړي، چې تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی او د کورني مشروعیت له لیدلوري هم هېڅ کړنه نه ده ترسره شوې او خلک په دې نه پوهېږي چې له دې وروسته په افغانستان کې د واک لېږد په زور سره ترسره کېږي یا د خلکو د رایو پر بنسټ.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ